اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)خارجه وزير خ??اجه محمد آصف وئېلي دي چې بايد هره يوه اداره پارلمان ته ځواب وركونكې وي٬كه د سېنېټ چيئر??ېن حكم وكړي نو حكومت د ريمنډ ډيوس په كتاب كښې د شوې انكشافاتو څخه د پورته شويو پوښتنو پلټنو لپاره تيار دې٬يوازې پوائنټ سكورننګ لپاره د دې د پلټنو كولو هېڅ ګټھ نشته۔د دې نه پس د سېنېټ چيئر??ېن په دې لړ كښې د سناتور مولانا حافظ حمد الله د پام راګرځونې نوټس سر ته ورسولو۔د جمعې پھ ورځ د پام راګرځونې نوټس ځواب وركولو سره خارجه وزير خ??اجه محمد آصف ووئيل چې پارلمان ته د حاكميت تر راتلو د داسې پېښو مخ نيوې نه شي كېدې بايد هره يوه اداره ايوان يعني پارلمان ته ځواب وركونكې وي چا كوم كردار ترسره كړې كه د دې تحقيقات كول وي نو بې شكه وئې كړئ خو يوازې پوائنټ سكورنګ لپاره به د داسې كولو هېڅ ګټه نه وي۔د ديت پېسې د پاكستان حكومت وركړې دي٬دا پېښه هېرول ښه دي يا تحقيقات كول دي٬پريكړه دې چيئر??ېن وكړي٬مونږ به هدايات عملي كوو۔د دې نه پس چيئر??ېن دا معامله سر ته ورسوله۔د دې څخه وړاندې سناتور ??افظ حمد الله او سناتور ??عظم سواتي هم په دې معامله خبرې وكړې۔