واشنګټن 30 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو ??مغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت هېواد كښې د مذهب??نو ترمېنځه همغږي باوري كولو لپاره اقدامات كوي٬ حكومت حاجيانو ته اسانۍ او د حج در??واست??نو سپېځلتيا باوري كولو لپاره اقدامات كړي ٬ حج لپاره كومه وي آئي پي كوټه نشته٬ ټولو خواست??نو ته يو ډول حېثيت وركولې شي٬ تر اوسه د 36 زره مدرسو رج??ټر??شن شوے٬ د نورو زرګونو ??درسو رج??ټر??شن لپاره هڅې روانې دي۔ قامي خبري اژانس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل دا تاثر چې په پاكستان كښې اقليتونه حقوق نه لري٬ يوه بې بنسټه پروپېګنډه ده٬ كوم خلق چې داسې تورونه لګوي٬ بايد هغوي د پاكستان په ګاونډي هېواد هند كښې په اقليتونو ??ېدونكي ظلمونه وګوري۔ وفاقي وزير په هند كښې د مسلمانانو د حالات زار ذكر كولو سره ووئيل په هند كښې د غوا غوښې په خوړلو د مسلمانانو د قتل كولو پېښې رامېنځ ته كېږي۔ په پاكستان كښې هندوانو٬ بودهو او عېسايانو ته خپل مقدس تهوار لمانځلو لپاره په سركاري توګه 10 ورځې خاص كړې شوې ۔ سردار محمد يوسف ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې ځينې خلقو په زور د هندوانو ??ه مندرونو ??بضه كړې وه خو حكومت نه يوازې د هغوي دا قبضه ختمه كړې بلكې د دغې بحالې او رغونې لپاره ئې پېسې هم وركړې ۔ ده ووئيل حكومت د اقليت??نو حق??نو ته ډېر اهميت وركوي او دا اندازه د دېنه لګېدې شي چې د مذهب??نو د همغږۍ او د مذهبي چارو وزاتونه ضم كړے شوي ۔ ده ووئيل د بېلا بېلو مذهب??نو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره حكومت په كال 2016م كښې 26 كسان رابللي وو۔ وفاقي وزير ووئيل ټولې فرقې په خپلو مذهبي عقيدو د عمل كولو آزادي لري