اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندی او پ??مختګ وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو له مخې د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي پروژو له په مجموعي توګه تر اوسه 69 اربه 90 كروړه 96 لكه روپو څخه زيات فنډز جاري كړے، حکومت د این ایچ اے پرمختيائي كارونو له روان ما??ی كال كښې 3 کھربه 25 اربه 72کروړه رژپو څخه زيات فنډز بيل كړے۔ د پلاننګ کمېشن لخوا جاري شويو شميرو له مخې حکومت برها??۔ح??یلیاں ایکسپریس وے لپاره 15 کروړه، چین پاکستان اقتصادی راهدرۍ ترمخه هکلا۔یارك ډی آئی خان موټر وے جوړولو له 7 اربه 50 کروړه، د اسلام آباد نوې هوائي ميدان سره تړونكې لنك سړك جوړولو له يو 50 کروړه، سیالکوټ۔لاهور موټر وے تعمیر له 14 اربه 25 کروړه، یارك۔مغلکوټ۔ژوب سیکشن جوړولو له 80 کروړه، چین پاکستان اقتصادی راهدرۍ ترمخه جګلوټ۔سکردو سړك جوړولو له 86 کروړه روپو پ??مول نورو پ??مختيائي پروژو له فنډز جاري كړے۔