اسلام آ??اد 12 نومبر (اے پي پي) د پوسټل سروسز وفاقي و??ير مولانا امير زمان وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د راډيو پاكستان له مخې وفاقي و??ير د اتوار په ورځ په لورالائي كښې بېلا بېلو پلاوو او خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په هدايت به د صوبې ټولو ضلعو ته ډېر زر ګېس وركړې شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكومت په مالي مرستره په صوبه كښې د سماجي څا??ګې په يو شمېر پرمختيائي سكيمونو عمل روان دے چې ترسره كېدو سره به ئې ګټه عام وګړي ته ورسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې به د صوبې د اولس تقدير بدل شي۔