اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د آرټسټس وېلفيئر فنډ څخه هنرمندانو له د مالي مرستې منظور?? وركړې۔ د ګل په ورځ د آرټسټس وېلفيئر فنډ غونډه د اولس مشر په م??رۍ كښې وشوه چې پكښې د خزانې وزارت ٬ كابينه ډويژن٬ د اطلاعاتو سېكتر٬ د صحت وزارت سېكتر او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې مالي مرستې لپاره د وصول شويو درخواستونو جاج اخستو سره د ضرورت مند هنرمندانو د مالي مرستې منظور?? وركړې شوه۔ په دې م??قع اولس مشر امر وكړو چې د وزیراعظم د قامي صحت پروګرام له م??ې د رنځوره هنرمندانو د درملنې دې خاص اهتمام وكړې شي٬ په دې لړ كښې اولس مشر د صحت وزارت ته امر وكړو چې ھغوي دې د صورتحال جاج اخستو سره په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ اولس مشر سنسر كمېټۍ ته امر وكړو چې هېواد كښې دې د كوم داسې غېر ملكي فلم نمائش اجازه ورنه كړې شي چې پكښې د پاكستان په ضد پراپېګنډه شوې وي۔ په دې م??قع د آرټسټ وېلفيئر فنډ د سټېئرنګ كمټېټۍ غړو عطاء الحق قاسمي، اصغر ندیم سیّد، عارف حبیب، مصطفیٍ قرېشي، نجیب اللہ انجم، شاهد شفیق، قوي خان، سلمان علوي، زېبا محمد علي او نورو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو