اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې ګوادر به د سنګاپور او هانګ كانګ په ډول پورټ سټي جوړولې شي۔ ګوادر كښې به د برېښنا او اوب?? په مسئله ??ېر زر قابو وموندلې شي۔ په وفاقي بجټ كښې د ګوادر 50 زلمو ته د هېواد بېلو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه ك??لو له بجټ اېښودې شوې۔ دغسې 50 ځوانان به د چين ژبه زده ك??لو له ??ين ته لېږلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ګوادر پورټ كښې د اېسټ بے اېكسپرېس وے آف ګوادر پورټ بنياد اېښود?? په مهال دستورې ته وكړه۔ دا 6 لارې سړك او رېلوے ټرېك به ګواد?? م??ران كوسټل هائي وے سره وتړي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دستوره كښې خاص مېلمه وو۔ په دې مهال د پورټ اېنډ شپنګ وفاقي وزير مير حاصل بزنجو ٬ وفاقي وزير عبد القادر ٬ د بلوچستان اعلی وزير او ګورنر٬ د چين سفير٬ پورټ چارواكي او د سيمې مشران لويه شمېره كښې موجود وو۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سي پېك سره به د ګوادر په شمول ټول هېواد كښې خوشحالي راشي او ځائي وګړو ته به روزګار ترلاسه شي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې چې كله پخواني وزيراعظم نواز شريف د چين دورې په مهال سي پېك منصوبه لاس ليك كړه نو دا دغه مهال د كاغذ يو پرزه وه ولې د دواړو حكومتونو د كلك عزم او هڅ?? په سوب دا يو حقيقت شو۔ ده ووئيل چين د پاكستان مخلص ملګرے او چين د پاكستان په يو داسې وخت كښې ملګرتيا وكړه كله ??ې كوم هېواد د پاكستان ملګرتيا ك??لو ته تيار نه ؤ۔ ده ووئيل پايد مونږ د كال 2013 پاكستان هېر نه كړو۔ 20 څخه تر 22 ساعتو لوډشېډنګ به كېدلو ۔ ٬ ده ووئېل د امن وضعه ناوړه وه۔ ولې نن ځائي اولس د ګوادر پرمختګ څخه مطمئن دے۔ ده ووئيل نن په سي پېك ټول مشرتابه او صوبې يو موټي دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت ګوادر كښې پوهنتون جوړ??لو له يو ارب روپۍ بېلې كړې ۔ دستورې ته د چين سفير هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل پاكستان او چين نزدې ملګري هېوادونه دي او دا ملګرتيا به ټول عمري په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل ګوادر پورټ به پاكستان ټولې نړۍ سره وتړي