اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هندي پوځ سرلښكر پارونكي او غېر ذمه وارانه بيانونه د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده٬ د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي٬ پاکستان ?? هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري٬ امريكې سره په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده٬ هند داعش لپاره بهرتۍ او افغان ??اوره پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره كاروي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي ٬ د هند بې بنسټه ادعاګانې او بيانونه د دوي په مبالغه آرائۍ آډانه صلاحيتونو او د جارحانه عزائمو عكاسي كوي۔ وياند ووئيل د هندي ارمي چيف پارونكې او غېر ذمه وارانه بيان ?? افسوس وړ او د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده كوم چې د وړاندې نه كړكېچن ستراتېژك چاپېريال لا غېر مستحكم كولې شي۔ وياند ووئيل پاكستان هند سره تاٶ تريخوالې زياتول نه غواړي او ډېر د زغم او تحمل څرګندونه كوي۔ ډاكټر فېصل ووئيل پاکستان ?? هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري ۔ وياند ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو تشدد٬ ظلمونه او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره قصداً په اېل او سي او وركنګ باٶنډرۍ صورتحال خرابوي په كوم چې ډېر تشويش دے۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل افغانستان كښې كار كوٶنكي پاكستاني پروفېشنلز تخښتولو سره دوي د جاسوسۍ لپاره كارولې كېږي ٬ دا معامله مونږ افغان ??ولت سره پورته كړې ده ۔ وياند ووئيل د افغانستان 34 فیصده سيمه د افغان ??ولت د واك نه بهر ده چرته چې داعش ٬ ټي ټي پي٬ جماعت الاحرار او د نورو ترهګرو تنظيمونو محفوظ پټ ځايونه دي۔ وياند ووئيل داعش نه يوازې افغانستان ??لکې روسيې ، مېنځنۍ آسياء ٬ چین ، پاکستان ??و د ایران پشمول ټولې منطقې لپاره شريك خطر دے ټولو هېوادونو د دې مخنيوي لپاره بشپړه مرستې ته اړتيا ده۔ وياند ووئيل پاكستان ?? ضرب عضب او رد الفساد غوندې د عملياتو د لارې هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كړې۔ ډاكټر فېصل ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ?? 120 اربه ډالرو نه زيات اقتصادي زيان ??ره مخ دې۔ د پاكستان ??و امريكې اړيكو پحقله وياند ډاكټر فېصل ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده او په دې وروستيو كښې د امريكې د معاون خارجه وزير دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو كښې د پېشرفت د چارو پحقله بحث شوې ۔ ده ووئيل پاكستان ??و امريكا شريك روابط روان ??اتلو لپاره پرله پسې په رابطه كښې دي