اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) اقتصادي رابطه كمېټۍ لپاره د كابينې غونډه كښې ?? يوټېلټي سټورز كارپورېشن لخوا د روژې په مياشت كښې ?? ضرورت 19 څيزونو لپاره د رمضان ريليف پېكج منظوري وركړې شوې۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې ?? اقتصادي رابطه كمېټۍ لپاره د كابينې غونډه د شورو په ورځ وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې ?? رمضان ريليف پيكج له مخې د ضرورت په كومو څيزنو چې به سبسډي وركولې شي ??ه ھغې كښې وړه٬ چيني٬ غوړي٬ تېل٬ دالونه٬ ج پكوړو وړه٬ كهجورې٬ ويرژې٬ شربتونه ٬ پی او چائے شامل دي۔ حکومت به د رمضان پېكج له مخې يو ارب 73 كروړه روپۍ سبسډي وركوي ۔ وزیراعظم امر وكړو چې د رمضان پېكج له مخې بايد د ضرورت څيزونه په روژه كښې ?? ماكيټ نه په لږه بيعه وركړې شي۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د 660 كلو واټ اېچ وي ډي سي مټياري/لاهور ټرانسمېشن لائن د فنانشل كلوزنګ نيټه كښې ?? پرفارمنس ضمانت روپۍ يو په دوه كولو نه غېر د اووه مياشتو د پراختيا منظوري وركړه كومه چې به د سږ كال تر پائې وي٬ دا پرېكړه تهر او كراچۍ سره نزدې په سكرو چلېدونكې د برېښنا راتلونكو منصوبو او كراچۍ كښې ?? 1100 مېګاٶاټ دوه پروژو الائنمنټ لپاره ده۔ اي سي سي د پاور پولډنګ پرائيوېټ لمېټډ د لارې د نوو مالياتي آسانيو په توګه د كمرشل بانكونو د لارې د سل اربه روپو جمع كولو لپاره د پاور ډويژن د تجويز هم منظوري وركړې۔ د قرض روپی به د ??نټ??ل پاور پرچېزنګ اېجنسۍ او د شعبه جاتي ادارو پحقله د پاور ډسټري بيوشن كمپنو واجباتو ادا كولو لپاره كارولې شي۔ مالي كال 18-2017 لپاره د تماكو د سېس په بيعه د نظر ثاني هم منظوري وركړې شوې ۔ اي سي سي پاسكو د 155 ډالره په حساب د ټن ??ه سر د پنځه لكه ټنه غنمو برآمد كولو هم منظوري وركړې ده