اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پلاننګ ك??ېش?? دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي د ټرانسپورت او مواصلات څانګه ?? هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ پېداوار كښې اضافې لپاره د ټرانسپورټ مؤثر او فعاله نظام او نوې بنيادي اډانه لازم او ملزوم ده۔ تېره ورځ د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ په غو??ډه كښې د ټرانسپورټ اېنډ كميونيكېشنز 5 منصوبې وړاندې كړې شوې په كومو كښې چې اولنۍ منصوبه د 4 رويه لنك هائے وے جوړولو ده۔ په دې د مصرف اندازه د 19 ارب 99 كروړ 82 لكهه او 78 زره روپو لګولې شوې۔ دا منظورۍ لپاره اېكنك ته لېږلې شوې۔ دوهمه منصوبه د فېصل آباد – خانيوال موټروے (اېم 4 ) جوړولو ده په دې ټول لګښت 60 ارب 82 كروړه 3 لكهه ر??پۍ دے دا هم منظورۍ له اېكنك ته لېږلې شوې۔ درېمه منصوبه د مانسهرې ضلعې د پرمختيائي سكيم ده په دې به 1 ارب 2 كروړه 5 لكھه ر??پۍ لګښت راځي د كومې چې غو??ډې منظوري وركړه۔ د ټرانسپورټ يوه بله منصوبه د 49 كروړ 98 لكهه 1000 روپو وړاندې كړې شوه چې مقصد ئې ملير بند دادابھوئے ټاؤن څخه تر پي اېن اېس مهران روډ جوړول دي ددې هم غو??ډې منظوري وركړه