??سل??م آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي په 61 هجري كښې د ??سل??م په تاريخ كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه كومه چې د كربلا پېښې په نامه پېژندلې شي په حقيقت كښې د حق او باطل ترمينځھ يو جنګ وو په كوم كښې چې د حضور علېه السلام نمسي حضرت امام حسین (رض) د باطل په وړاندې ودرېدو سره ??سل??م ژوندي ساتلو له د قربانۍ هغه مثال جوړ كړو كوم چې تر قيامت ورځې مسلمانانو لپاره د لارې مشال دے۔ ددې خي??لاتو څرګندونه ده د مركزي امام حسېن كونسل تر سېوري لاندې د اتوار په ورځ ??شمير هاؤس ??سل??م آباد كښې “حسېنيه كنفرنس” كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د حضرت امام حسین(رض) شهادت د حق فتح ده۔ د امام حسېن او دده د ملګرو د ناانصافۍ او باطل په ضد دا ځانګړې قرباني به ټول عمري ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل د امت مسلمه په حېث به ??سل??م ژوندي ساتلو له د حضرت امام حسېن (رض) او دده د ملګرو د ځانګړې قربانيو پېروي كولو سره به خپلو كښې يو والې او همغږي پېدا كول وي۔ ده ووئيل پاكستان ٬ منځنې ختيځ او ??سل??مي نړۍ تره??رۍ سره مخ ده او دا لازمي ده چې مونږ له به خپلو كښې اختلافات ختمول او يو امت جوړېدو سره امت مسلمه له كار كول وي دغسې چې مونږ د ??سل??م دښمنه طاقتونو مقابله وكړې شو۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق ق??دري ٬ د قومي اسمبلۍ غړي سيد فېض الحسن شاه او نورو هم خطاب وكړو۔