اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزیر??عظ?? عمران خان وئيلي دي بدلون لپاره به مونږ له د نوآبادياتي ذهنيت نه بهر وتل او د آقا او د غلام طرز حك??راني به بدلول وي٬ قام د قرضونو نه خلاصولو لپاره به سياست مدارو٬ بېورو كرېسي او اولس له خپل ځان بدلول وي٬ نړۍ كښې هېڅ څيز ناممكن نه دے٬ بدلون به ھغه وخت راځي كله چې مونږ سره د اولس د ټېكس د جمع كړې د يوې يوې روپۍ مصرف كولو احساس وي، د وزیر??عظ?? هاؤس د سلو ګاډو٬ 4 چورلكو او 6 مېښو نيلامي علامتي اقدامات دي٬ دغسې چې مونږ د نوآبادياتي ذهنيت نه رابهر شو٬ د بېورو كرېسي نه غېر مونږ د ??صل??حاتو پروګرام م?? په وړاندې نه شو بوتللې٬ د سول سرونټس سياسي تړون زما لپاره هېڅ مسئله نه ده٬ د حك??مت مسئله د كاركردګۍ ده٬ سول سرونټس دې د حك??رانۍ د طريقو بهترۍ لپاره ګامونه واخلي٬ غلطۍ كېږي خو په غلطو او مالياتي غلا كښې بايد تفريق وكړې شي٬ مونږ به پورا وس كوٶ چې تاسو د سياسي لاس وهنې او فشار نه آزاد وساتو او تاسو عزت ولرې٬ د بېوروکرېسي او سركاري ملازماتو تنخاګانې مناسب نه دي٬ كه مونږ نظام سم كړو نو تنخادارو لپاره به دومره مراعات وي چې دوي سره به د خپلو ماشومانو د معياري تعليم هېڅ فكر نه وي٬ د دوه كاله ګزارې كولو پرېكړه وكړئ هېواد ته به دومره پېسه راشي چې دلته به د قرض او بې روزګارۍ مسئلې نه وي او پاكستان به سرمايه كارو او سېلګرو لپاره مهم م??كز وي۔ د جمعې په ورځ خپل دفتر كښې سول سرونټس ته خپله وېنا كښې وزیر??عظ?? عمران خان ووئيل نن چې پاكستان څومره چې??نج??نو سره مخ دې پخوا نه ؤ ٬ په لسو كالو كښې د قرض حجم د 6 ټرېلين نه 30 ټرېلينه روپو ته رسېدلې ۔ ده ووئيل پاكستان يوازې د سود په مد كښې هر ورځ 6 اربه روپۍ وركوي چې په نتيجه كښې ئې پرمختيائي منصوبو او نورو ضروري ملكي چارو لپاره د وسائلو په وركړه كښې مسئلې رامخې ته كېږي خو د دې نه د وتلو لارې شته۔ وزیر ??عظ?? ووئيل لوي څښتن په قرآن كريم كښې په واضح وئيلي دي الله پاك د ھغه قام حالت تر ھغه وخت نه بدلوي تر څو چې ھغه قام خپله د ھغې د بدلولو پخه