اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د ا??بو كمي سره مخ دے٬د حكومت سره سره به ټولو وګړو له د ا??بو ضائع كېدو مخ نيوي او د هغې اس??عمال ښه كولو له كردار ترسره كول وي٬د زرعي مقاصدو او په ښارونو كښې د اوبو اس??عمال كه په ښه ډول وشي نو د ا??بو ضائع كېدو مخ نيوي كېدې شي۔د جمعې په ورځ د ا??بو په معامله خپل پېغام كښې ده ووئيل نن په يوه مهمه مسئله د قام په وړاندې د خپلو خيلاتو شرېكول غواړم۔ده ووئيل تر ټولو لويه مهمه خبره دا ده چې پاكستان د ا??بو كمي سره مه دې او د ا??بو د كمي مسئله د ګلوبل وارمنګ په اړه هم ده۔ده ووئيل په پاكستان كښې اوبه ضائع ك??ږي هم ځكه چې مونږ په كوم ډول اوبه اس??عمالوو هغه ښه طريقه نه ده۔ اولس مشر ووئيل چيف جسټس د بندونو جوړولو لپاره جې د فنډ كوم كار چې پېل كړې د هغې مرسته وزيراعظم هم كړې۔په دې حقله د سمندر پورې پاكستانيانو ته په خاص تو??ه غږ كوو چې دې پلو پام لرنه وكړي۔ده ووئيل دا وخت هم پاكستان كښې د ا??بو كمې دے خو په سباؤن كښې د زيات كمي امكان دے۔ده ووئيل پھ دې حقله د اولس پام د دوو څيزونو پلو راګرځول غواړم۔ اولش مشر عارف علوي ووئيل حكومت به دا هڅه كوي چې زرعي فارمنګ په ښه ډول وكړی شي او اوبه ضائع نه شي۔ده ووئيل په دې حقله د كركيلې مقاصدو لپاره ډرپ ايريګېشن يا سپرے ايريګېشن او لائنګ آف واټر كينال او واټر ويز ته پام لرنې ته اړټيا ده۔ده ووئيل دا حديث مبارك هم دے كه درياب په خوا كښې هم څوك چاراندام كوي نو د ا??بو په اس??عمال كښې دې اختياط وكړي۔ده ووئيل بايد په ښارونو كښې وګړي هم دغسې وكړي۔ اولس مشر ووئيل د ژوندي قامونو دا مثال وي چې ټول خپلې ذمه واري تر سره كوي ۔