اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو دوهم و??ير شهرياراپريدي وئيلي دي پاكستان ايران سره ټولو څانګو كښې خپلو اړيكو د ودې وركولو عزم لري٬ د پاك ايران ملګرتيا په لفظونو كښې نه شي بيانېدې ٬ دا رشته دائمي ده ??خت سره سره به دا لا قوي شي?? ده دا خبرې د ايران خبرې رسنې ادارې “ارنا” سره د ګل په ورځ خپله مركه كښې وكړې۔ دوهم و??ير ووئيل ايران وړٶمبې هېواد ٶ چا چې په كال 1947 كښې پاكستان تسلي?? كړې ٶ۔ ده ??وئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل ملګرتيا كړې۔ شهرياراپريدي ووئيل د پاکستان حکومت خپلو ګاٶنډيانو ٬ اسلامي نړۍ او د نړۍ نورو هېوادونو سره اړيكو ته وده ??ركول غواړي۔ ده ??وئيل مونږ ايران سره خپلې اړيكې هغې كچې ته بوتلل غواړو چې نړۍ له يو مثال وګرځي۔ دوهم و??ير ووئيل وزارت سنبهالولو نه وروستو مې په تفتان كښې د پاك ايران پولې دوره كړې دغسې چې ايران ته تلونكو زائرينو ته د وركړې شويو آسانيو او امنيت جاج واخستلې شي?? ده د ايران واكمونو ته هم خواست وكړو چې كله هم د تفتان دوره وكړي نو زئراينو ته د وركړې شويو آسانيو جاج اخستو لپاره دې د ايران د پولې هم دوره وكړي۔ ده ??وئيل د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري وي د حكومت د سخت حفاظتي ګامونو په سبب د محرم په وړومبو لس ورځو كښې امن ٶ۔ شهریار خان آپریدي د ايران په اهواز ښار كښې د ترهګرۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره دا په انسانيت بريد ګرځولې۔ ده ??وئيل حكومت او اولس د غم په دې ګهړۍ كښې د ايران خپلو روڼو سره يو برابر شريك دے۔ ده ??وئيل پاكستان خپله هم ترهګرۍ سره مخ دې او دا دړد محسوسولې شي۔ ده ??يله ولرله چې د ترهګرۍ په ضد د ايران او پاكستان عزم به لا مضبوط شي