كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چ??هد??ي فواد حسېن وئېلي دي چې سوشل مېډيا به د پيمرا د لارې ريګولېټ كولې شي٬بې بنسټه خبرونه او جعلي قيصې يو چېلنج دې٬اصل چېلنج د سوشل مېډيا نه راځي٬پرمختلليو هېوادونو ته ??ه په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دې كوم آغېز كېږي۔د اتوار په ورځ په ځايې هوټل كښې د يو پينل ډسكشن په مهال ده ووئيل چې اصل چېلنج د سوشل مېډيا نه راځي ځكه چې په سوشل مېډيا او وېب پاڼو ډېر اكاؤنټس دي۔چ??هد??ي فواد حسېن ووئيل چې پرمختللي هېوادونه كوم چې زياتره سوشل مېډيا كنټرول كوي هغوي ته ??ه په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دوي څه آغېز كېږي۔ده ووئيل چې د اطلاعاتو په اعتبار سره په پاكستان كښې بشپړه آزادي ده٬دلته ??اقتوره مېډيا او عدليه آزاده ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې تشدد كولو لپاره كوم لائسنس نه وي٬پاكستان يو خپلواكه هېواد دې٬مونږ هغه قوم يو چې خپله محاصبه په خپله كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هره ورځ په نجي ټي وي چينلو ډېر بر??كن??ګ نيوز خپرولې شي كوم چې بيا وروستو بې بنسټه او غلط ثابت شي۔د دې پينل ډسكشن انتظام بيكن هاؤس سكول سسټم كړې و