اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور كښې د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ??ائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږدي۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاهور ښار په ??ېلا بېلو ځايونو كښې خلق په لويه شمېره په فټ پاتونو او نورو ځايونو د كور نه بغېر شپې تېروي٬ د داسې خلقو د شمېر په ??ړه بېلا بېلې اندازې لګول شوې دي۔ د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكي داسې خلق زياتره د داتا دربار٬ ريلوے سټېشن په ??وا او شا سيمو٬ اچهره او چوبرجي او نورو ځايونو كښې ليدل كېدې شي۔ داسې خلق بنيادي اسانيو د مثال په ??وګه پاك اوسېدو٬ جامو وينځلو٬ په محفوظه توګه د شپې تېرولو او ابتدائي طبي مرستې لپاره موزون ??ائ ته ضرورت لري۔ وزيراعظم په لاهور كښې د چې كوم پناه ??ائ د بنياد تيګه ږدي٬ د دې مقصد د داسې خلقو د عزت نفس بحالي٬ د ضرورت مندو خلقو ضرورت پوره كول٬ محفوظ ځايونه جوړول٬ دوي ته ورپېښ خطرات كمول او د وګړو او رياست د سماجي ذمه وارې دائره پراخا كول دي۔ د پناه ??ائ په ودانې كښې به د ??ائ غوره استعمال كولې شي چرته به چې ټولې اسانيې جلا جلا موجود وي?? سادګي او غوره كاركردګي باروري كولو لپاره به جديد او بنيادي ډيزائن كارولې شي۔