اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي چې په برآمداتو كښې د اضافې د لارې په بهرنيو قرضونو انحصار ختم كېدے شي٬ ګني د آئي اېم اېف څخه د قرض اخستلو لړې به روانه وي٬ د تحريك انصاف د حكومت جوړېدو په ??خت د هېواد اقتصادي خساره 800 اربه روپې ته رسېدلې وه۔ د اتوار په ??رځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې ګاونډي هېوادونو اېران٬ افغانستان٬ چين او سعودي سره په تجا??ت كښې اضافه كېدے شي۔ سعودي د ګوادر بندر په بېلا بېلو پروژو كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړې۔ دغسې مونږ اېران سره هم د ورورولې اړيكې لرو۔ د پاكستان او اېران د تجارت حجم 1.5 اربه ډالر دے كوم چې لا زياتېدې شي۔ ده ووئيل چې په ??اكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې پراخا امكانات موجود دي۔ مونږ به دلته د سرمايه كارې كوونكو هېوادونو هركلې وكړو۔