اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی په دوه ورځنۍ سركاري دوره د عمان پايه تخت مسقط ته ??سيدلې دے٬په عمان كښې د پاكستان سفارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې مسقط ته په رسيدو د عمان خارجه وزير یوسف بن علوی او د خارجه وزارت سینیئر چارواكو د خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی تود هركلے وكړو۔د پاكستان په پلاوي كښې دوه اړخيزه مرستې په اړه پوهان شامل دي كوم به چې د دواړو هېوادونو د شريك كمېشن 7مې غونډه كښې معاونت كوي۔د شريك كمېشن غونډه به(سبا)د زيارت په ورځ كېږي۔د دې نه پس به ?? دواړو هېوادونو ترمينځه په لوظ نامو لاس ليك كېږي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی به ?? خپلې دورې پھ مه??ل د عمان سینئر قیادت سره ملاقاتونه كوي۔ د ملاقاتونو پھ مهال به پھ دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايزو مسئلو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه كېږي۔خارجه وزير به ?? پاكستانيانو د يوې لويې هر كلي په دستوره كښې هم ګډون كوي۔په دې دستوره كښې ګډون لپاره 750 مېلمنو له بلنه وركړی شوې ۔په دستوره كښې به ?? دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو او ملګرتيا ته ودې وركولو له په كردار ترسره كولو د پاكستان او عمان وګړو ته ??وصيفي سندونه وركولې شي۔په عمان كښې د پاكستان سفير علي جاوېد د خارجه وزير دوره مهم?? ګرځولو سره ووئيل دې سره به ?? دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل په عمان كښې د پاكستان دوه لكه 72 زره وګړي مېشته ??ي۔ده ووئيل د خپلې دورې پھ مهال به ??ارجه وزير ټي وي چينلز٬ورځپاڼو او د مېډيا ادارو سره مركې هم كوي