اسلام آباد 12 مارچ(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر ??ار?? علوي وئيلي دي پاکستان او ترکمانستان د شر??كې عقيدې ٬ كلتور او په تاريخ آډانه نزدې او د ورورولۍ ښې اړ??كې لري٬ دواړو هېوادونو د امن ٬ سوكالۍ او د پرمختګ په شر??كو مقاصدو لپاره دې روابطو ته لا وده وركړې ده۔ اولس مشر ډاكټر ??ار?? علوي دا خبرې د ترکمانستان د كابينې دوهم چيئرمېن او خارجه وزير راشد مېریدوف اویزجېلدیوچ سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونه په دوه اړخيزه او د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او د اي سي او پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو نزدې مرسته لري۔ اولس مشر په دې خبرې زور رواړو چې پاكستان امن خوښې هېواد دے او خپلو ټولو ګاٶنډيانو سره ښې اړ??كې غواړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان شر??كې خوښې لپاره د ټولو چارو پشمول هند سره خبرو اترو او سوئيلي آسياء كښې د اړي ګړي كمي لپاره په ګډه كار كولو لپاره چمتو دے ۔ ده ووئيل پاکستان غواړي چې ټول ملګري هېوادونه په هند زور رواړي جې ھغه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير شخړې سوله ايز هواري لپاره پاكستان سره په ګډه كار وكړي۔ اولس مشر او د تركمانستان خارجه وزير د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه زر تر ز??ه عمل لپاره هم سلا شول ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان په خپله خاوره په متفقه تاريخي تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې د بنياد تيګه اېښودو لپاره د دستورې كولو منصوبه لري۔ اولس مشر ډاكټر پاكستان ته د يو زر مېګاٶاټ برېښنا برآمد كولو او د پاكستان افغانستان او تركمانستان ترمېنځه د حكومتونو ترمېنځه د لوظنامو لاسليك لپاره د تركمانستان د وړاندېز هم هركلې وكړو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجوده تجارتي حجم٬ د شته موقعو او ښو شر??كو اړيكو سره سمې نه خوري ۔ اولس مشر په دې خبرې زور رواړو چې دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي اړ??كې لا زياتول غواړي ۔ ده ووئيل د كركيلي ٬ تعميرات ٬ داروګانو جوړولو او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول په بېلا بېلو څانګوه كښې شر??كې منصوبې لټولو ته اړتيا ده ۔ ډاکټر ??ار?? علوي ووئيل پاكستان ټولې منطقې او د اولس خېرښګړې لپاره سيمه ايزې رابطې زياتول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان ګوادر بندر٬ خپلو قامي سترو لارو او د رېل نېټ د لارې تركمانستان له لنډه لاره وركولې شي۔ اولس مشر د دواړو بندرځايونو روابطو په اړه د ګوادر او تركمانستان ترمېنځه اېم او يو ته زر د حتمي شكل وركولو په حاجت هم زور رواړو