اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفا??ي وزير مخدوم خسرو بختيار سره د اسيائي پرمختيائي بانك ډائرېكټر جنرل ليپج وارنر په مشرۍ كښې پلاوي د ګل په ورځ ليدې دي۔په دې موقع د انفراسټركچر غړې٬پرائيوېټ سېكټر ډوېلپمنټ غړې او نور اړوند افسران هم موجود ؤ۔وفا??ي وزير د پلاوي هركلي كولو سره په پاكستان كښې د انفراسټركچر بحالۍ كښې د اسيائي پرمختيائي بانك كردار وستائېلو۔وفا??ي وزير پلاوي ته ووئيل چې حك??مت د هېواد وګړي د دې قابل جوړوي چې هغوي د خپلو ذريعو څخه وسائل پیدا كړي۔دې مقصد لپاره په ټول هېواد كښې د 50 ښارونو انقراسټركچر ته پام لرنه كېږي۔ده ووئيل چې داسې پروژو ته پام لرنه كېږي د كومو څخه به چې قامي كچه خلكو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي٬حكومت نجي سېكټر ته هم پام لرنه كوي او په حك??متي كچه به د اولس خذمات ته باورې كولې شي۔په دې موقع د اسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)پلاوي باور وركړو چې د پاكستان حك??مت سره به لوكل كرنسي بانډ وسائلو ته رسنه كښې معاونت وركولې شي۔د دې نه عل??وه د اے ډي بي ادارو د كار استعداد زياتولو كښې هم مرسته كونكې ثابت شي۔د اے ډي بي ډائرېكټر جنرل ليپچ وارنر دا هم ووئيل چې اسيائي پرمختيائي بانك د كراچۍ نه عل??وه د پنجاب حك??مت سره هم په بېلو پروژو كار كوي۔وفا??ي وزير مخدوم خسرو بختيار پلاوي ته ووئيل چې په پبلك سېكټر بوج كمولو لپاره حك??ت سره په ګډه پروژې پېل كولې شي او پبلك سېكټر به په ځاي كچه د دې قابل جوړولې شي چې حك??مت سره په كډه پرمختيائي عم?? كښې برخه واخلي