استنبول 22 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي لويديزو ټولنو كښې په اولسي سياست ك??ې د مسلمانانو مخالف جذبات راولاړول خطرناك رجحان دے ، د مسلمانانو اقلیتونو حقونو تحفظ له دې د اوآئی سی په كچه ادارہ جاتی تګلاره وضع کړې شي، د اسلاموفوبیا په ضد متحدہ محاذ دې جوړ كړې شي، مسلمانان په سفید فامو د بوج ګرځولو سره نسلی تعصب رامخې ته كول غواړي، دا رجحان تر لويديز محدود نه دې پاتې، هند ك??ې د مسلمانانو په ضد د تعصب، سماجی، سیاسی او ??عا??ی امتیاز سلوك روان دے، مقبوضه جمو او کشمیر ك??ې د عدالت نه غ??ر قتل عام كېږي٬ سیاسی طاقتونو د اړخه د مسلمانانو په ضد د كركې خپرولو مخنيوې به كول وي، اسلامي هېوادونو ك??ې د اتحاد نه غ??ر د دې مخنيوي نا ممکنه دے، نه خو ټول مسلمانان ترهه ګر دي او نه ټول ترهه ګر مسلمانان دي، د القاعدہ نه علاوہ د نور رنګ او نسل او مذهبونو سره تعلق لرونكې ترهه ګر دې هم په دې فهرست كښې شامل كړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ په استنبول ك??ې د او آئی سی خارجه وزيرانو ناساپي غونډې ته ??پل خطاب کښې وكړه۔ خارجه وزير د اوآئی سی ایګزیکټو کمېټۍ د ناساپي غونډې په رابللو د تركيې مننه وكړه ۔ ده ووئيل په 15 مارچ د نیوزی لینډ کرائسټ چرچ ښار ك??ې د مسلمانانو په ضد د كركې خپرولو په بنیاد رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ لوي پېښې نه پس د غم په کیفیت دلته راجمع شوې يوو ۔ده ووئيل په دغې پېښه كښې بې ګناه وګړي شهيدان شوې ،ده ووئېل د 9 شهيدانو تعلق د پاكستان څخه دے۔ د پاکستان بهادر ځوان ندیم رشید د ??پل ځان په قربانۍ وركولو نور ګنړ كسان بچ كړې دي، ده ووئېل د نعیم رشید شهید په بهادرۍ او ځانګړي مړانه د پاكستان حکومت هغه له اعلی سول اعزاز وركړې۔ ده ووئېل نور پاکستانیان هارون محمود، سهیل شاهد، سید اریب احمد او جهانداد علی هم پھ دې پېښه كښې شهيدان شوې ، دا پېښه د ټولې نړۍ لپاره د غم سبب ګرځيدلې ، د نیوزی لینډ حکومت او شهيدانو كورنيو سره غ??رازي كوو۔ ده ووئيل د نیوزی لینډ وزیراعظمې او د هغې حکومت ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ پاکستان د دې غم او دړد څخه خبر دے ځكه چې مونږ هم د ترهه ګرۍ ښكار يؤ۔ ده ووئېل نیوزی لینډ سره د يووالې څرګندونې او په پېښه غ?? له د پاکستان بيرغ ټيټ ؤ۔۔ ده ووئيل لويديز ك??ې د ځينو د اړخه د وګړو تګ راتګ مخنيوي په پالیسیو عمل درآمد منفی رجحان دے ،کرائسټ چرچ پېښه د يو جنونی د لاسه شوې كومه چې په لويديز ك??ې د رامخې ته شوې اسلاموفوبیا غمازي ده ۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل ترهه ګر په يو متنوع او ګڼ اړخيزه ټولنې په اقدارو بريد كړې او په هغوي ئې ګولۍ ورولې ، دا نسلی سرلوړي د نه قبلولو وړ ده۔ ده ووئيل په اسلامی مقاماتو او علاماتو بريدونه كېږي، د رايو څرګندونې آزادۍ په نامه كركه خپرېږي۔ ده ووئيل مسلمانان چې چرته په اقلیت ك??ې دي، هغوي پھ خاص توګه منفی انداز كښې وړاندې كړې كېږي،د هغوي په ضد نسلی تعصب له هوا وركړې كېږي۔ خارجه وزير د هند ذکر کولو سره ووئيل د پاکستان ګاونډي كوم چې د جمهوریت او سیکولرازم ادعا لري خو حقیقت د دې په ضد دے۔ هند كښې بی جے پی د مسلمانانو په ضد تعصب لري، سماجی، سیاسی او ??عا??ی امتیاز سلوك ورسره كېږي، د هندتوا بریګیډ د لاسه د مسلمانانو توهین کېږي او د تضحیك ښكار كېږي او د غوا د حفاظت په نامه د مسلمانانو قتل کېږي۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جمو او کشمیر ك??ې د عدالت نه غ??ر قتلونه كېږي، په احتجاج کوونكو پیلټ ګن استعمالول معمول ګرځېدلې، ریاست وګړي قتل کوي او د جنسی تشدد حربه د ریاستی ترهه ګرۍ د پالیسۍ په توګه كارولې كېږي، شاه محمود قرېشي ووئېل سمجھوته ایکسپریس ك??ې د بې ګناه وګړو په قتل كښې ككړ مرکزی تورن د هند عدالت خوشې كړې، دغه تورن د 68 كسانو په قتل كښې ككړ ؤ كوم چې اکثریت د مسلمانانو ؤ او 44 پاکستانیان پكښې شامل وؤ۔ شاه محمود ووئيل د کرائسټ چرچ شهيدان د دې مسئلې په وجه په نښه كړې شوي ، دا په وړومبي ځل نه ده شوې ، نه دا آخري پېښه ده، مونږ له به پھ دې مسئله غ??ر كول وي او اصلاح لپاره به هڅې كول وي۔ خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ سمدستي غونډه رابللو سره دې په اسلاموفوبیا موثره قانون سازی وكړې شي او د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر د اړخه په كركه او جرم اډانه تقریرونو مخنيوي لپاره دې د نظام وضع کولو مرسته او ملګرو ملتونو ك??ې د ترهه ګرۍ مخنيوي په لسټنګ فریم ورك كوټلې نظرثانی وكړې شي۔ده ووئيل حکومت، اولس ، مذهبی او د نورو پوهانو په كچه هم پھ ګډه كار كولو ته اړټيا ده، د مسلمانانو په ضد په تعصب اډانه مواد ځواب دې وركړې شي دغسې چې لويديز اولس ته حقائق معلوم شي۔ خارجه وزير ووئيل د اوآئی سی په كچه ادارہ جاتی تګلاره دې وضع کړې شي كومه به چې د مسلمانانو اقلیتونو حقونو تحفظ له كار او څارنه كوي