اسلام آباد 11 اپریل (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاکستان او تاجکستان دوه اړخيزه اړيكې د شريكې عقیدې، تاریخ او اقدارو څخه عب??رت دې، د اعلیٰ كچ باقاعدہ تګ راتګ سره د دوه اړخيزه اړيكو عکاسی كېږي۔ ده دا خبرې د تاجکستان د دفاع وزير کرنل جنرل شیر علی میرزوف سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زي??رت په ورځ ده سره ليدلې ؤ۔ اولس مشر په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د دواړه هېوادونو دفاعی او امنيتي چارواكي د سيمه ايزې سلامتيا لپاره د يو بل سره مرسته كوي او تاجکستان كښې دفاعی پیداوار لپاره د شريكو پروژو د ا??کاناتو جاج اخلو۔ ده د ا??نيتي او ترهه ګرۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرست?? لا زياتولو او د تربيې د لارې د يو بل د ښه تجربو څخه د استفادې كولو په حاجت زور راوړو۔ اولس مشر ووئيل په دې لړ كښې سږ كال د نشه ائ توكو قا??اق او منظم جرمونو د لارې فنانسنګ او د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د نړيوالې مرستې په حقله اعلیٰ كچ کنفرنس كولو له د تاجکستان د ا??لس مشر اقدام وستائلو۔ اولس مشر دا خبره رامخې ته كړه چې زمونږ دوه اړخيزه تج??رت د حقیقی صلاحیت څخه كم دې ، هيله ل??و چې شريكه ورکنګ ډله به زمونږ اقتصادی شراکت دارۍ ته ودې وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان کاسا 1000 فلیګ شپ منصوبې په وخت بشپړولو ته پام لرنه كوي۔ د دواړو اړخو په دې پروژه د عملدرآمد تندولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد تند رفتاره سيمه ايز تج??رت له درې اړخيزه تجارتی لوظنامې ته زر تر زره حتمی شکل وركولو له د ا??غانستان سره په ګډه كار وكړې شي۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل پاکستان تقریباً 175 هېوادو له د ای ویزې او 50 هېوادونو له په راتګ د ویزې اسانۍ وركولو معارفي كوي