اسلا?? آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كركټ لوبډلې له په نړيوال كركټ جام كښې كامياب?? لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د بريا قوي جذبه٬ منصوبه بندي او ټيم سپرټ په كاميابۍ ترلاسه كولو كښې كليدي كردار لري٬ ټول قام د كركټ لوبډلې كامياب?? لپاره لاس په دعا دے۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د پاکستان کرکټ لوبډلې او د پي سي بي انتظاميې سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د يو ساعت نه په زياته غونډه كښې وزیراعظم د پاکستان كركټ لوبډلې غړو سره خپله تجربه شيئر كړه او ورلډ كپ كښې د ښه لوبې كولو او كامياب?? لپاره ئې دوي ته ??ټو??ې مشورې وركړې۔ د وزیراعظم لخوا د كركټ لوبډلې په ورلډ كپ كښې كامياب?? لپاره ډاډګيرنه او د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل د ټول قام دعاګانې ستاسو سره دي ٬ ګرده نړۍ كښې د هېواد او قام نمائندګي كول يو لوے اعزاز دے۔ وزیراعظم ووئيل لوبغاړي د قام سفيران دي او د ټول قام تاسو ته سترګې دي او هيلې لري٬ د خ??لو صلاحيتونو ٬ سپورټس مېن سپرټ او خپل طرز عمل سره د پاكستان نامه روښانه كول دي۔ ده ووئيل چېمپیئن شپ ګټلو لپاره په قوي جذبه او منصوبه بندۍ مېدان ته اوځئ ۔