اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكست??ن او ازبكستان ترمينځه تجارتي روابط لا زياتولو او بېلو څنګو كښې د سرمايه كارۍ نوې موقعې په لټولو زور راوړې دې ۔ده دا خبره د ازبكستان سفير فرقت صديقوف سره په پارليمڼت هاؤس كښې د ګل په ورځ د ملاقات په مهال كړی۔سفير ته هركلي كولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئېل پاكست??ن ازبكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ خواهش دے چې دا اړيكې پھ بېلو څانګو كښې لا پراخه كړې شي۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني٬تجارتي٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې تنظيم ودې لپاره د رود مېپ جوړولو په ضرورت زور راوړ??ې شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په پارليماني ??چه د رابطه كارۍ لا ښه كولو ضرورت دے ۔صادق سنجراني ??وئيل پاكست??ن او ازبكستان په نړيواله او د منطقې په كچه په بېلو فورمونو كښې د يو بل د دريځ ملاتړ كړی او د منطقې پائيدار امن او پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د ??وا??و هېوادونو وژن شريك دے ۔د ازبكستان سفير د سېنېټ چيئرمېن مننه كولو سره ووئېل په منطقه كښې پائيدار امن د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لارې هواري كړي۔د سېنېټ چيئرمېن د ازبكستان پارليمان٬اولس او حكومت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګند كړه چې ??وا??ه هېوادونه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره به هڅې روانې ساتي