اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د صحت انصاف پروګرام له مخې د خېبر پښتونخوا په قبائيلي ضلعو 4 لكه صحت انصاف كارډ تقسيم كړې شوي ٬ په صحت انصاف كارډ تر درېو لكه روپو د وړو رنځورو علاج كېدې شي او د اېمرجنسي په صورت تر اوه لكه 20 زره روپو علاج كېدې شي۔ د ګل په ورځ د سټېټ لائف انشورنس د قبائيلي ضلعو منېجر حاشرخان اے پي پي ته ووئيل د جون تر 15مه نېټه د وزيراعظم د صحت انصاف پروګرام له مخې د خېبر پښتونخوا په قبائيلي ضلعو 4 لكه صحت انصاف كارډ تقسيم كړې شوي۔ ده ووئيل په قبائيلي ضلعو كښې د صوبائي ا??مب??ۍ ټاكنې په ن??ر كښې ساتلو سره د جون د 16مې نېټ?? نه د جولائي تر 20مې نېټې د صحت انصاف كارډونو په تقسيم بن??ېز لګولې شوے۔ ده ووئ??ل په صحت انصاف كارډ تر درې لكه روپو د وړو رنځورو علاج كېدې شي او د اېمرجنسي په صورت كښې تر اوه لكه 20 زره روپو پورې علاج كېدې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت به د قبائيلي ضلعو ټولو كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركولې شي۔