اسلام آباد 21 جولائی (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د اولس د حقونو د نامې ضامن جوړېدونكو ضمانتونه هم قبائيلي اولس ضبط كړل٬ په قبائيلي ضلعو كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو سره يو تاريخ جوړ شوے٬ د جمهوري عمل په ترسره كېدو اپوزيشن ته د دوه الفاظو توفيق ونه رسېدو٬ د دوي د جمهوريت مطلب يوازې د ذاتي ګټو تحفظ او خپل راتلونكي نسلونه په قوم مسلط كول دي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وو??يل چې خپلو بهادرو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ته پېرزوينه وړاندې كوو چې په لازوال قربانو ئې په هېواد كښې امن بحال شوے۔ په قبائيلي ضلعو كښې تېره ورځ يو تاريخ رقم شوے۔ هغې وو??يل چې د اولس د حقونو د نامې ضامن جوړېدونكو ضمانتونه هم قبائيلي اولس ضبط كړل۔ هغې وو??يل چې د دوي مېډيا سره خبرې وګورئ يا ټويټر اكاؤنټس ٬ يوازې د ع??را?? خان په دښمنې كښې دي۔