??سل??م آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د ??سل??مي نړۍ امن ٬ اتحاد او پرمختګ لپاره يو موټې كېدو ته اړتيا ده دغسې چې د كشمير او فلسطين غوندې مسئلې هوارې كړې شي او د پرمختګ او سوكالۍ خوب رښتيا شي۔ ده دا خبرې د سعودي ق??مي ورځې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ صادق سنجراني ووئيل ??سل??مي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو يوازې حل په يو موټې كېدو كښې دې٬ د پاكستان او سعودي اړيكې وخت ت??رېدو سره قوي كېږي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ له د ملګرتيا او مرستې د رشتو د تجديد موقع راكوي۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مونږ د خپلو تاريخي رشتو او اړيكو پرمختګ لپاره تجارتي٬ دفاعي او نورو څانګو كښې پراختيا وركړو۔ صادق سنجراني د پاکستان پارلمان او اولس لخوا د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز٬ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ٬ پاكستان كښې د سفير او اولس ته مباركي هم وركړه