اسلام آب??د 11 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د حضرت محمد ﴿ص﴾ د ??يږ??دنې ورځ مذهبي جوش٬ولولې ٬ عقيدت او احترام سره ولمانځل شوه٬ په اسلام آب??د كښې چراغونه لګولې شوي وو او د ميلاد محفلونه وشول۔ په اسلام آب??د او پېنډۍ كښې د حضور نبي كريمۖ د پېدائش ورځ لمانځلو لپاره ښه تيارۍ شوې وې او په سر??ار?? او نجي كچه د سرکار دو عالمۖ د زېږون ورځ لمانځو لپاره د خاص دستورو اهتمام شوے وو۔ د ميلاد النبيۖ په موقع د پېغمبر اسلام مئېنانو پخپلو كورونو ٬ كوڅو او بازارونو كښې څراغونه بل كړي وو٬ د ګرد هېواد ??ه لويو او وړو ښارونو ٬ او كليو كښې د 12م ربيع الاول په ورځ د عيد ميلاد النبيۖ لاريونونه وشول٬ په سرکاري كچه د عيدميلاد النبيۖ مرکزي دستورې ??ه لړ كښې نړيوال رحمت اللعالمين کنفرنس په اسلام آب??د كښې وشو چې د پرانستې غونډې كښې ئې وزيراعظم عمران خان او د پاې غونډه كښې ئې اولس مشر ډاکټر عارف علوي د خاص ملېمه په حېث ګډون وكړو او كنفرنس ته ئې وېنا هم وكړه۔ د پوهنتونونو ٬ كالجونو او ديني مدرسو د سكالرانو ٬ علماء او مشائخو تحقيقي مقالات’ د سيرت کتابوبه او د نعت کتابونه مقابلې لپاره د مذهبي چارو وزارت ته لېږل شوي وو۔ د مذهبي چارو وزارت 70 مقالې ٬ د سيرت او نعت كتابونه مقابلې لپاره منتخب كړي وو۔ په اسلام آب??د كښې په نړيوال رحمت اللعٰلمين کنفرنس كښې د سعودي عرب ‘ ايران ‘ مصر ‘ عمان ‘ عراق ‘ تيونس او سوريې علماء او مشائخو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې وه ۔ د دې نه علاوه د جامع الازهر وائس چانسلر’ د عمان مفتي اعظم’ د مدينه پوهنتون پروفيسرانو او د مسجد اقصيٰ خطيب ته هم په کنفرنس كښې د ګډون خاص بلنې وركړې شوې وې۔ د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ ورځ په وفاقي اسلام آب??د كښې د 31 او په صوبو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامې سره پېل شوه