اسلام آباد 16 ج??ور?? (اے پی پی) د اطلاعات ??و خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي په پنځو مياشتو كښې د سلامتي كونسل په دوهم ځل غونډه په نړيواله كچه د كشمير شخړې تسلېمولو ښكاره اعتراف دے٬ د اګست په 5مه نېټھ د هند يو اړخيزه اقدام نه وروستو د سلامتي كونسل دوهم ځل ناسته زمونږ سفارتي كاميابي ده۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې دې ووئي?? د مقبوضه جمو او كشمير اولس جائز٬قانوني او د جمهوري حقونو غږ د نړۍ تر ټولو لويې فورم اورېدلې٬د هند د ادعاګانو يو ځل بيا نفي شوې چې كشمير د هند كورنۍ معامله ده۔ دې ووئېل مونږ غوښتنه كوو چې نړيواله ورورولي د كشميريانو سره كړې د حق خود اراديت لوظ ترسره كړي۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان چې د كومې مړانې او بهادرۍ سره د كشميريانو مقدمه وړاندې كړې په وروستيو كښې مثال نه لري۔د وزيراعظم عمران خان په مش??ۍ كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي كردار مثالي دے٬هغه د تدبر او ښو صلاحيتونو سره په سفارتي ډګر د كشميريانو وكالت كړی۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولوپه اړه د پاكستان كردار ستائلې۔