اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فليپو ګرانډي وئيلي د?? له 40 كلونو پاكستان خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره په استقامت ولاړ دے۔ پاكستان او ايران په سختو حالاتو كښې د لكھونو په شمېر افغانانو ته پناه وركړې ۔ مونږ د كوربه هېوادونو د حكومتونو او د اولس د قربانيو ستائنه كوو۔ افغانستان كښې لا كورنۍ جھګړا ختمه نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان كښې له 40 كلونو څخه د مېشته افغان كډوالو په حقله ن??يو??ل كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په ??ې مهال وزیر اعظم عمران خان او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونیوګوتریس په شمول مهم ملكي او ن??يو??ل شخصيات هم موجود وو۔ ده ووئيل له 40 كلونو پاكستان خپل ګاونډي هېواد افغاستان سره كلك ولاړ پاتې شوې ۔ پاکستان او ایران په سختو حالاتو كښې د لكھونو په شمېر افغان كډوالو ته پناه وركړې او په ن??يو??له كچه د رجسټرډ افغان كډوالو 90 فيصده برابره برخه په دې دوو هېوادونو كښې ده۔ پاکستان او ایران د كډوالو زده كړو ٬ روغتيا او ماليات څانګې ته د رسنې په شمول دوئي ته نورې آسانۍ باوري كوي دغسې چې دوئ?? په ملكي معيشت كښې خپل كردار ترسره كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د كوربه هېوادونو د حكومتونو او اولس قربانيو ستائنه كوؤ۔ ده ووئيل افغانستان كښې كورنۍ جھګړا لا ختمه نه ده۔ ده ووئيل مونږ له به د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو مسئلې تل پاتې حل لټول وي او په دې ل?? كښې به ټولو شراكتدارو له خپل كردار ترسره كول وي دغسې چې د دوئ?? په عزت سره خپل هېواد ته بېرته تلل باوري كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا افغان كډوالو ته د بېنك اكاؤنټ پرانستلو اجازه وركول خوشبينه ده