اسلام آباد 10 مارچ (اے پ?? پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پیټروليم منصوعاتو په اړه د كوټلې منصوبه بندۍ نشتوالې د تېرو واكدارانو د نااهلۍ ښكاره ثبوت دے٬د سباؤن ضروريات لپاره د همكارۍ سره سره جامع تګلاره خپلول پكار دي چې دغسې په ترسيل او متفرق خرڅونو كښې د كمي راوستو سره اولس ته اسانۍ وركړی شي۔ده دا سپ??رښتنه ?? نهې پھ ورځ د پیټروليم مصنوعاتو بيعې تعين له په عواملو٬د اوسنې تګلارې او پھ دې حقله د يو منظمې لائحې خپلولو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د توان وزير عمر ايوب٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د پیټروليم منصوعاتو درآمد او د هغې په بيعه كښې د بېلو عواملو او خرڅونو په حقله بريفنګ وركړی شو۔د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول د پیټروليم مصنوعاتو طلب او رسد په حقله تېرو حكومتونو د اړخه مناسبه تګلار خپله كړی شوې او نه ??رسيل چې په نتيجه كښې يې د پېټروليم منصوعاتو بيعو كښې زياتوالې شوې او په اولس اضافي بوج پريوتې۔وزيراعظم په دې خبره د تشويش څرګندونې سره ووئيل د تېرو حكومتونو د اړخه غف??ت شوې او د دې اثرات په اولس پريوتې۔وزيراعظم ووئيل د پیټروليم مصنوعاتو په اړه د هېواد مجموعي حاجتونو تر سره كولو لپاره وقتي او د لنډې مودې انتظاماتو ته په پام لرنه كولو او په دې لړ كښې ښه منصوبه بندي نه لرلو سره د تېرو ??كم??انانو د نااهلۍ ښكاره ثبوت رامخې ته دے۔وزيراعظم سپ??رښتنه وكړه چې د هېواد حاجتونه ??و شرح نمو تر نظره ساتلو سره د سباؤن حاجتونه پوره كولو لپاره ټولو اړوندو محكمو سره همكارۍ له تګلاره وضع كړئ دغسې چې ترسيل او نورو خرڅونو كښې كمې وكړی شي او اولس له آسانۍ وركړی شي