اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د سي پېك پروژه پا??ستان او چين سره سره افغانستان لپاره هم ډېره د اهميت وړ ده٬د ماسكو نه واخله تر مينځنۍ آسيا منطقه په سباؤ?? كښې د دې څخه ډېرې ګټه پورته كړي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې پا??ستا?? كښې په افغان زده كوونكو د جوړ شوي دستاويزي فلم د كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔دستورې ته د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن پروفيسر ډاكټر مختار احمد او په پا??ستا?? كښې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال هم وېنا وكړه۔اولس مشر ووئيل د اقتصادي لارې په صورت د پا??ستان او افغانستان پشمول د نورو هېوادونو اولس ا?? په خاص توګه ځوانانو لپاره بې شمېره موقعې پېدا كېږي۔د اقتصادي لارې د نوم له امله دا ګڼل به درست نه وي چې د دې تعلق يوازې پا??ستان او چين سره دے بلكې حقيقت خو دا دے چې دا لار چې څومره د پا??ستان او چين ده٬ د دې نه زياته د افغانستان ده ځكه چې د مينځنۍ آسيا نه واخله تر روسيه د نړۍ ډېره لويه آبادي دې لارې سره تړلې شي ۔ده ووئيل د دې لارې په نتيجه كښې به د نړۍ د ډېرو منطقو ترمينځه تجارتي او اقتصادي روابط پېل شي او دې سره به نوي علوم او ټېكنالوجيز هم دې منطقې ته راشي۔اولس مشر ووئېل ېي پېك څخه استفاده كولو لپاره ضروري ده چې زمونږ ځوانان نوي علوم و فنون زده كړي۔افغان زده كوونكي كوم چې په سكالرشپ پا??ستان ته راغلي٬مقصد يې هم دا دے چې هغوي خپل ځان د راتلونكي دور د تقاضو له مخې تيار كړي۔اولس مشر ووئيل پا??ستان افغانستان او زمونږ نور مخلص ملګري په افغانستا?? كښې د امن سلامتيا او د استحكام هڅې كوي۔ده ووئيل د څو لسيزو څخه په روان دې جنګ كښې زمونږ افغان وروڼو ډېر څه د لاسه وركړي او د پا??ستان هم لويې زيان شوې۔د دې صورتحال له امله پا??ستان د خپلو 70 زرو نه د زياتو خوږو زامنو٬لوڼو٬مشرانو او د محافظو څخه محروم شوې۔اولش مشر ممنون حسېن ووئيل ځينې وخت ناخوښي او د??من قوتونه خپلو ناوړو مقاصدو لپاره غلط فهمۍ پیدا كوي۔اولس مشر ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې په لږو ورځو كښې پا??ستا?? كښې به د افغانستان زده كوونكو شمېره د دريو زرو نه 6 زرو ته ورسي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې افغان زده كوونكي به خپل وطن ته د تللو سره د پا??ستان د سفيرانو په حېث كار وكړي۔په دې موقع اولس مشر په پا??ستا?? كښې د افغان زده كوونكو ماشومانو د نصاب او هم نصابي چارو په اړه وړاندې كړی ډاكومينټري وستائېله