لاہور۔3 مارچ(اے پی پی ) د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود او د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وفاقي وزير پروېز رشيد وئيلي دي د سېنېټ په ټاكنو كښې ټولې پېشګوئۍ غلطې ثابت شوې۔ دې ټاكنو دا ثابت كړې چې هېواد كښې بدلون يوازې جمهوري طريقې سره ممكن دے۔ پنجاب ??خه په جنرل چوكۍ چوهدري سرور ته ترلاسه شوې ووټونه د جماعت شمېرې ??خه زيات دي۔ دا د كوم اے ټي اېم مشين ??خه راوتلي دي۔ ده د خالي په ورځ د پنجاب اسمبلۍ احاطه كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل كوم سياسي ګوندونه چې د صادق او امين دعوی كوي د نن ټاكنو ثابت كړې چې صادق او امي?? د ??سلم ليګ نون مشرتابه ده۔ او څوك چې صادق او امين ګڼلې شي د هغوي څېرې اولس ته وړاندې شوي دي۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو په ډول ټول ټاكنې به هم ??ه خپل وخت كېږي۔ او هېواد كښې به بدلون يوازې د اولس د ووټونو د لارې راځي