كھټمنډو06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د سوئيلي اسياﺀ د سيمه ??يز?? مرستې تنظیم (سارك) له زيا?? اهمیت وركوي او د هغې د منشور په مقاصدو او اصولو عمل كوي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ سارك سیكټريټ دورې پھ مهال خپل خطاب كښې وكړې او په سیكټريټ كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان تل د سارك خپلواكۍ په اصولو اډانه سيمه ??يز?? مرستې له د يوې فعاله ذریعې جوړولو هڅه كړي۔ ده ووئيل سارك غړي هېوادونه اقتصادیات او همكارۍ ته د ودې وركولو زيات صلاحی?? لري۔ ده په دې خب??ه زور راوړو چې تنظیم له د سيمې معیشت ، كلتور او سماجی پرمختګ ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده د سوكاله سيمې لپاره د سارك غړو هېوادونو ترمينځه مواصلاتی رابطې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د سارك ټولو غونډو كښې پاكستان دا زيات باور كړې چې سوئيلي اسياﺀ كښې يو محفوظ اوامناكه چاپيرچل د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له مهم دے۔ ده ووئيل د سارك راروانه غونډه د پاكستان په مشرۍ كښې د كولو خوښې لرو۔ ده باور وركړو چې پاكستان به د سيمه ??يز?? مرستې له ودې له خپل مثبت كردار ترسره كوي۔ د سارك عمومي سيكتر امجد حسېن بی سیال ووئيل پاكستان سارك كښې مهم كردار ترسره كوي او دې څخه وړاندې ئې هم د دوو غونډو مشري كړي۔ دې نه پس وزیراعظم سارك سیكټريټ كښې د نختر بوټې نال كړو۔ ده د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل او سارك سیكټريټ كښې ئې د ډائریكټرانو سره عكس هم اوېستو۔