فېصل آباد۔11 مئی(اے پی پی ) د روژې مبارکې1439ھ مياشت ليدلو لباره د رويت هلال كمېټۍ غونډه د مئي په 16 مه نېټه د شورؤ په ورځ په 29 شعبان ??لمعظم ما??ام رابللې شوې۔ د مذهبي چارو وزارت ذري??و وئيلي دې د مركزي رويت هلال كمېتۍ غونډه به د مركزي چيئرمېن مفتي منيب الرحم?? په مشرۍ كښې كراچۍ كښې كېږي۔ د زونل رویت هلال کمیټیو غونډې به په ټاكلو ځايونو كښې د ما??ام لمونځ څخه وروستو كېږي۔ د هېواد د فلكياتو او علم الاعداد پوهه قمر شناس پروفیسر محمد حمزہ چې د پوسټ ګرېجوېټ كالج جھنګ پرنسپل هم دے پېشګوئي كړې چې د رمضان ??لمبارك مياشت به د شورؤ په ورځ د مئي په 16 مه نېټه ما??ام ښكاري۔ او اولنۍ روژه به د زيارت په ورځ د مئي په 17 مه نېټه وي۔ ده ووئيل نوې مياشت به په 15 مئي د نهې په ورځ راپېدا كېږي ولې نمر څخه د وړ??ند?? پرېوتو په سوب به دا په دغه ورځ نه ليدلې كېږي۔ او هم دغسې سعودي او عرب امارات كښې به هم دا د نمر څخه وړ??ند?? يا د نمر سره سمه پرېوزي نو ځكه دغلته هم د نهې په ورځ د ښكارېدو امكان كم دے ۔ ده ووئيل اولنۍ روژه به د مئي په 17 مه نېټه د زيارت په ورځ وي۔ ده ووئيل دا ځل به د روژې مياشت د 30 ورځو وي په دې كښې به 5 جمعې وي۔ ده ووئيل د شوال مياشت به په 15 جون 30م رمضان ??لمبارك د جمعې په ما??ام تر نظره كېږي او په 16 جون د خالي په ورځ به وړوكې اختر وي