اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) توان لپ??ره د كابينه كمېټۍ د آئل ریفائنریز د مسئلو هواري له د ټاسك فورس جوړول ٬ اېل پي جي بيعه نه زياتولو٬ د فرنس آئل په درآمد د بنديز٬ د پاور ډویژن طلب او اېس اېن جي پي اېل ته د ګاز وركولو د تګلاره وضع كولو پرېكړه كړې ده۔ د كابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان په مشرۍ كښې وشوه۔ د غونډې مشرۍ كولو په مهال ده ووئيل اېل پي جي د غریب اېندهن دے او بايد مونږ ??ام كس ته آسانۍ وركړو دې لپ??ره كابينه كمېټۍ دا پرېكړه وكړه چې د اېل پي جي بېعه به په ځائ ساتلې شي او بېعه به نه زياتوٶ۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه چې د فرنس آئل په درآمد به هم بندېز لګولې شي۔ وفاقي وزير غلام سرور خان د بابر ندیم په مشرۍ كښې د آئل ريفائنريز مسئلو هواري لپ??ره ټاسك فورس جوړ كړو كوم چ?? به د كابينه كمېټۍ په راتلونكې غونډه كښې خپل سفارشات وړاندې كوي او د دې نه علاوه آئل ریفائنریز ته خپلو درآمداتو لپ??ره د اقداماتو هم مشوره وركړې شوه۔ په غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه چې د پاور پلانټس مېرټ آرډز به نه چېړو دغسې چې مصرف كوٶنكو ته ارزانه او غوره برېښنا وركړې شي۔ د پاور ډویژن طلب او اېس اېن جي پي اېل ته د ګاز وركړې لپ??ره يو اېس او پي به هم جوړولې شي كوم چ?? به په كابينه كمېټۍ كښې هم وړاندې كولې شي او د دې كمېټۍ ?? حتمي پرېكړې نه پس به د اېس او پي توثيق د كابينې نه كولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شېخ رشید احمد، اسد عمر، عمر ایوب خان، خسروبختیار، د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد هم ګډون و