اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)پخواني ??سكري قيادت وئېلي دي په ساهيوال كښې د پوليس د لاسو د عامو وګړو وژنه د نه قبلولو وړ ده ٬خليل او د ه??ه د كورنۍ قتل كوليټرل ډي مېج ګرځول ناسمه او مظلومه كورنۍ قصور واره ګرځول ظلم دے٬په هېواد كښې د امن لپاره د پوځي عدالتونو تسلسل ته اړت??ا ده۔د جمعې په ورځ د پخوانو عسكرو تنظيم ويټرنز آف پاكستان غونډه د تنظيم صدر جنرال(ر)علي قلي خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وائس اېډمرل احمد تسنيم٬برې??ېډ??ېر ميا محمود٬ډاكټر بابر ظهيرالدين٬ميجر فاروق حامد خان٬برې??ېډ??ېر عربي خان٬كرنل دليل خان او برې??ېډ??ېر مسعود الحسن هم موجود وو۔پخواني ??سكري قيادت د ساهيوال پېښې غندنه وكړه او د سي ټي ډي موقف رد كولو سره يې ووئيل د پوليس د لاسو د عامو وګړو قتل د نه قبلولو وړ دے٬دې سره په هېواد كښې يره ترهه پیدا شوې۔ده ووئيل ذيشان ترهه ګر ٬ خليل او د هغه كورنۍ وژنه كوليټرل ډيمېج ګرځول ناسمه او مظلومه كورنۍ قصور واره ګرځول ظلم دے۔ده ووئيل كه ذيشان د پوليس په رېكارډ كښې ترهه ګر هم ؤ نو ه??ه دا ډول قتلول هېڅ جواز نه لرلو۔بلكې ه??ه د نيولو سره پلټنې پكار وې۔دوي ووئيل سياسي ګوندونه او مېډ??ا دې د پاكستان مخالفو ډلو په ضد يو موټې شي۔دوي غوښتنه وكړه چې د راؤ انور په ضد مقدمه دې زر تر زره انجام ته ورسولې شي دغسې چې دا معامله د هېواد دښمنه عناصر د خپل ناوړه مقاصدو لپاره استعمال نه كړي۔دوي ووئيل په هېواد كښې د امن لپاره د پوځي عدالتونو تسلسل ته اړت??ا ده