اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) پاكستان او امان د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ پشمول د شريكو اړيكو په زياتولو اتفاق كړې۔دا اتفاق د خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي او د اومان نائب وز??راعظم سيد فهد بن محمد السيد ترمينځه په مسقط كښې د ملاقات په مهال راغلې۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د منطقې صورتحال پشمول په مهمو سيم?? ايزو او نړيوالو چارو خبرې شوې۔خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي د اومان نائب وز??راعظم د افغانستان پشمول په مهمو سيم?? ايزو ستونزو د پاكستان د نظر په اړه باور كښې واخست۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان اومان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري۔د اومان نائب وز??راعظم د اومان په پرمختګ كښې د مېشته پاكستانۍ ټولنې د كردار ستائنه وكړه۔دواړو مشرانو د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ په وده او د شريكو اړيكو په لا زياتولو هم سلا شول