اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي لوړ پوړي چارواكي دې په كفايت شعارۍ آډانه اقدامات باوري كړي چې اولس لپاره مثالي ولري۔ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اعلٰې كچ غونډه مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا د مالي كال بجت 20-2019 د خ??ص خصوصياتو پحقله خبرې وشوې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم عمران خان ووئيل د اوسني مالي صورتحال په تناظر كښې دې كفايت شعارۍ لپاره اقدمات وكړې شي خو دې څخه دې صوبه د قبائيلي سيمو پرمختيائي پړاٶ اونه ځپلې شي۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختیار، ٬ د وزيراعظم مرستيال محمد ارباب شهزاد، د خېبر پښتونخوا وزیراعلٰی محمود خ??ن، د خ??انې صوبائي وزير تېمور سلیم جھګړا، عاطف خان، د خ??انې سېكتر ، د خېبر پښتونخوا ستر سېكتر٬ د مركزي بانك ګو??نر ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او نورو لوړ پور?? ګډون كولو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د ضم شوو قبائيلي سيمو پرمختګ او سوكالۍ ته پاملرنه شوې او په صوبائي كچه مالي وسائل پېدا كولو ته هم خاص پام شوې ۔ وزیراعظم د بجټ سفارشاتو ستائنه وكړه چې مقصد ??ې د وزيراعظم آفس پشمول د وفاقي حكومت د دفترو په خرڅونو كښې كمې كول دي۔ ده ووئيل د دې اقداماتو له امله بچت شوې روپۍ به د هېواد په لرو پرتو سيمو خرڅ كولې شي