اسلام آباد/ننکانه صاحب۔ 13 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي ??زير اعجاز احمد شاه د لوئې اختر په موقع د قوم او كشميري وروڼو په نام پېغام كښې دوئي ته د زړه نه مباركي وړاندې كړه۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل زمونږ كشمير ورونړا خوېندې ?? هندي تسلط په ضد د 70 كلونو څخه قربانۍ وركوي۔ په دې سخت وخت كښې دوئي سره ولاړ يؤ۔ داخله وزير ?? هند لخوا د بشري حقونو د منځه وړلو عمل سخته غندنه وكړه۔ ده ووئيل دا لوئے اختر د قربانۍ اختر دې۔ دا ورځ مونږ ته د حضرت ابراهيم علېه السلام قرباني يادوي۔ دا زمونږ يقين مضبوطوي چې د لوئے څښتن په نزد به د چا قرباني بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق د كشميري اولس بنيادي حق دې او د دې ترلاسه كولو له د كشميري اولس قرباني به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل پاکستانې حکومت به د کشمیری اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ??لاتړ ټول عمري روان ساتي۔ ده د هېواد دننه او بهر ټول?? پاكستاني وګړو ته خواست وكړو چې كشميري اولس س??ه د يو والي څرګندونه وكړي او دوئي لپاره غږ پورته كړي