اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په درنښت كښې د مالېزيا نائب خارجه وزير مرزوقي لخوا دستوره وشوه۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان مالېزيا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د وزيراعظم عمران خان د مالېزيا دورې او د م??لي??يا وزيراعظم مهاتير محمد لخوا د پاكستان دورې دوه اړخيزه اړيكې قوي كړې دي۔ خارجه وزير د كشمير په مسئلَه د هند دړكې نظرانداز كولو سره په اصولي دريځ خپلولو او د پاكستان د نظر په تائيد كولو د مالېزيا د حكومت ستائنه وكړه۔ په دې موقع دواړو مشرانو د پاكستان او مالېزيا ترمېنځه د انفارمېشن ټېكنالوجې او د صنعت پشمول د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ دوي د ا??لامي هېوادونو په ستونزو او د دې حل لپاره د لائحه عمل په ضرورت خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د ا??لام فوبيا٬ د ا??لامي امت ترمېنځه د ا??حاد په نشتوالي او داسې نورو موضوعاتو هم بحث وشو۔ دوي د تعليم ٬ د ځوانانو استعداد زياتولو او د كركيلې په څانګه هك ښې په شريكه مرسته زياتولو هم اتفاق وكړو۔ خارجه وزير د ده په درنښت كښې د دستورې په كولو د مالېزيا د نائب خارجه وزير مرزوقي يح??ي مننه وكړه۔ د دې څخه وړاندې د مالېزيا نائب خارجه وزير د خارجه وزير شاه محمود قريشي تود هركلې وكړو