اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د خاص اقداماتو وف??قي وزير اسد عمر٬د غذائي تحفظ او تحقيق وف??قي وزير خسرو بختيار د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د وزيراعظم د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر د سرې صنعت استازو سره ملاقات كړې او ورسره يې د سرې پھ وركړه او د بيعې په چارو خبرې كړی دي۔په غونډه كښې كروندګرو لپاره د سرې د بيعې ټيېټولو او د دې وركړه باوري كولو لپاره په بېلا بېلو چارو غور وكړی شو۔په دې موقع اسد عمر ووئيل چې حكومت كروندګرو ته ارزانه سره رسولو لپاره لويه سبسډي وركوي خو داسې ??علومېږي چې د سبسډۍ په طريقه كار د نور فكر كولو ضرورت دې۔كروندګرو ته د نيغ په نيغه سبس??ۍ به زياته ګټھ وي٬حكومت به د جي آئي ډي سي په ختمولو هم غور كوي۔ده ووئيل چې حكومت معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې په ډي ريګولېشن باور لري۔ده د دې استازو څخه تجاويز هم وغوښتل د سرې د صنعت استازو وزيران د خپلو كارخانو د صلاحيت او ستونزو نه خبر كړل او باور يې وركړو چې په دوه اونو كښې به خپل تجاويز حكومت ته وړاندې كړي